په امریکا کې د پولیسو له لوري د تور پوستو پر وړاندې د ناوړه چلند له امله پراخ لاریونونه پیل شوي دي. په یوه تازه پېښه کې یوه پولیس افسر یو تور پوستی امریکایي وګړی وژلی او د یوه عیني شاهد لخوا ثبت شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې سپین پوستي پولیس دغه سړی لاندې کړی او هغه چیغې وهي، چې ساه نه شي اخیستی. له دې پېښې وروسته په امریکا کې له تور پوستو سره د پولیسو د ظلم له امله لاریونونه پیل شوي دي. قهرجنو لاریون کوونکو دوکانونو ته اور اچولی او له پولیسو سره په نښته اوښتي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې شمېرې ښيي چې د امریکا پولیسو د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ۱۰۱۴ کسان وژلي دي او څېړنه ښيي چې په وژل شویو کې ډیری تور پوستي امریکایان وو. د امریکا ولسمشر هم په دې پېښه غبرګون ښودلی او وایي نشي کولی چې د دې پېښو پر وړاندې چوپ شي. هغه وایي که چارواکي اقدام ونه کړي، نو خپله به لاس په کار شي.
































