د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو له اوربند څخه په سرغړونې په پکتیا ولایت کې ۱۴ تنه سرحدي سرتېري وژلي دي. د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د پکتیا ولایت په سرحدي ولسوالۍ ډنډي پټان کې پر پوستو بریدونه کړي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ځوابي برید کې ګڼ شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او برید یې په شا تمبول شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د کوچني اختر تر اوربند وروسته په هېواد کې نا اعلان شوی اوربند جریان لري. د ملي امنیت شورا هم نن تایید کړه چې له ځینو بریدونو سره سره په هېواد کې لا اوربند روان دی.
































