ملي دفاع وزارت وایي له هند سره تر ديپلوماتیکو اړیکو وروسته د دفاعي اړیکو غوښتونکي هم دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب تازه له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې دوی د هند په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. د مولوي یعقوب په خبره دوی له هند سره په لومړي سره کې پراخې ديپلوماتیکې اړېکې غواړي او وروسته له دغه هېواد سره په نظامي برخه کې هم د اړیکو لرلو ته تیار دي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې د هند پر مخ یې دروازې خلاصې دي او دغه هېواد دې کابل کې خپل سفارت پرانیزي تر څنګ یې له هند هم غوښتي چې د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان ته به د هند پر وړاندې له افغان خاورې د ګواښ جوړولو اجازه ور نه کړي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر دغه راز له امریکا سره د هم د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي او زیاتوي چې له امریکا سره د هر راز ديپلوماتیکو او سیاسي اړیکو غوښتونکي دي او له دغه هېواد هم غواړي چې د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د خنډونو له جوړولو ډډه وکړي.































