د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي روسیې تر دې دمه د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې او د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه څه باندې ۱۰۰۰ متره ده. زلینسکي په داسې حال کې چې د تر لاسه شویو مرستو له کبله یې مننه وکړله خو تر څنګ یې د متحدینو څخه د نورو وسلو غوښتنه وکړله. د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې د نورو وسلو غوښتنه کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه ویلي، چې اوکراین ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو او مهماتو پرمختللي سیستمونه ورکوي. سپینې ماڼۍ ویلي اوکراین ژمنه کړې چې دا توغندي او مهمات به د روسیې په خاورې نه توغوي. د امریکا جګپوړي حکومتي چارواکي وایي د وسلو دا تازه مرستې په اوکراین کې د جګړې د روان پړاو اړتیا ته په کتو شوي دي.
































