تحریک طا لبان پاکستان وايي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په افغانستان کې د ا.ا حکومت په دې وروستیو اوونیو کې د پاکستاني طا لبانو د غورځنګ او اسلام اباد ترمنځ په کابل کې د خبرو کوربه و. پاکستاني طا لبان له څو کلونو راهېسې د دغه هېواد د پوځ او امنیتي ځواکونو په خلاف جنګېږي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د پاکستاني طا لبانو ویاند محمد خراساني په یوې اعلامیې کې، چې په کابل کې یې خپره کړې ده، ویلي دي چې په دوه ورځنیو خبرو کې کافي پرمختګ شوی چې په نتیجه یې کې د تحریک طا لبان پاکستان مشرتابه تر نامعلومې مودې پورې اوربند وغځاوه. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو خبرو کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه او راپورونه وايي چې د قبایلي مشرانو له راتګ وروسته په خبرو کې پام وړ پرمختګ وشو. خراساني ویلي دي چې په را روانو ورځو کې به نورې غونډې هم وشي.
































