د جرمني پارلمان په افغانستان کې د دې هیواد شل کلن نظامي ماموریت د څیړلو او حقیقت موندنې لپاره ځانګړي کمیسیونونه ټاکي. د دغه هېواد په پارلمان کې د لومړي وزیر اولاف شولتز د ائتلافي حکومت او سیاسي مخالفو ګوندونو جګپوړو غړیو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې دا دوه ځانګړي کمیسیونونه بله میاشت وړاندې تر دې چې پارلمان د اوړي په رخصتۍ ولاړ شي، ایجاد شي. د راپور له مخې، په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې کمیسیونونو د جوړېدو هدف دا دی چې د څیړنو څخه یې د راتلونکي لپاره ترې زده کړه وشي. له امریکا وروسته جرمني دویم هیواد چې د ناټو په چوکاټ یې کې ډیر سرتیري په افغانستان کې میشت او په شمال کې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې مسؤلیت درلود. تیر کال د نوي حکومت راتګ سره سم د جرمني ځواکونو د تخلیې په بهیر کې چې ګډوډي پکې ډیره وه، څه باندې ۵۳۰۰ کسان د افغانستان څخه په نظامي الوتکو کې وایستل.
































