د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، له هندي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ا.ا د بهرني متوازن سیاست له مخې هند سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پياوړتیا غواړي. په دغه لیدنه کې هندي پلاوي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به ورته لیدنو ته دوام ورکوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جی پي سنګ پرون کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی دی. دا لومړی ځل دی چې د هند حکومت لوړپوړی استازی افغانستان ته سفر کوي. هندي رسنۍ وایي چې نوی ډهلي په پام کې لري څو له کابل سره ډيپلوماتیکې اړېکې پیل او خپل سفارت بېرته پرانیزي.
































