ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ. په بروکسل کې د ناټو سازمان له مقر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا پرون له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی و. سرچینې زیاته کړې چې ددغه کنفرانس مشري د سویلي اسیا سیمې لپاره د نړیوال بانک مرستیال مشري کوله. په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه کنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې اترې وکړې. د ناټو مرستیال سرمنشي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې له افغانستان سره د مرستو پر اهمیت او په دې برخه کې له نږدې څخه پر سلا مشورو ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له نږدې څخه په ګډه کار وکړي.
































