د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه قانوني خوندیتابه د محدودولو لپاره یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې ټولنیزې رسنۍ یې کاروي. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د دې فرمان د لاسلیک پر مهال ویلي، چې امریکا په خپل تاریخ کې د بیان ازادۍ په برخه کې له یوه ستر خطر سره مخ ده او دا کار د همدې ګواښ د مخنیوي لپاره کوي. د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، حکومت تمه لري دا فرمان به بالاخره د ټویټر او فیسبوک په ګډون د دغو شرکتونو پر چارو د لا ډېر څار او د نويو مقرراتو پلي کولو ته لار برابره کړي. دغه موضوع هغه وخت رابرسېره شوه چې د سې شنبې په ورځ ټویټر کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر د ټویټونو د رښتیا او درواغو معلومولو نښان ولګاوه.
































