د ايران پولې ته څېرمه بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنه پرون د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ اړونده سیمه کې شوې ده. امنیتي سرچینو ویلي چې په یاده سیمه کې د پوځ اړونده د ملیشه ځواکونو د ګزمې پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتیري وژل شوي او درې نور ژوبل دي. د پنجګور ولسوالۍ ځایي چارواکو چاودنه تایید کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د داډول چاودنو او بریدونو مسوولیت د بلوڅانو ازادۍ غوښتونکې ډلې اخیست. دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان شوی دی.
































