د امریکا د اوکلاهوما ایالت په تلسا سیمه کې پر یوه روغتون برید کې څلور تنه وژل شوي دي. د تلسا سیمې پولیس چارواکو ویلي، هغه سړی چې د ټوپک سره د فرانسیس روغتون کیمپس ته ننوتلی پر خلکو یې برید کړی دی او څلور کسان یې وژلي دي. پولیسو ویلي چې برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو په خبره، په برید کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه پورې د برید انګېزه روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې په دې اړه یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































