د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان په ويانا کې د افغانستان د وضعيت د څېړنې په موخه جوړې شوې غونډې کې ويلي چې د اوکراين لانجه بايد د دې سبب نه شي چې افغانستان له پامه ولويږي. د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان په غونډه کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان وضعيت په ټوله منځنۍ اسيا کې نجونې او ښځې اغېزمنې کړې دي. د سازمان غړو هيوادونو ويلي چې د افغانستان وضعيت ته په پام سره بايد د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره مرستې ډيرې شي څو د افغانستان له ناوړه وضعيته ډير اغېزمن نه شي. په ورته مهال د اروپا د امنيت او همکاريو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازې منيژې باختري د افغانستان وضعيت ته د نړيوالې ټولنې د پام او مرستې غوښتنه کړې ده. باختري ويلي چې د افغانستان له روان وضعيت سره چلند بايد په دې موخه نه وي چې د منځنۍ اسيا هيوادونه يې له اغېزو خوندي شي، بلکې په وينا يې چې دلته شته وضعيت بايد د يو ګواښ په توګه مطرح او داسې وانګېرل شي چې ميليونونه افغانان د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.
































