د بغلان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ویلي چې د بغلان ولایت په دوشې ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه ماشومان چې د ښوونځي زده کوونکي وو مړه شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره، پېښه د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې پر مهال یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وایي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی. د بغلان ترافیکو د پېښې رامنځته کېدو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کړې ده.
































