افغان حکومت په افغانستان کې د مذهبي ازادیو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړی دی. د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.
دده په وینا افغانستان کې د ټولو مذهبونو پيروان په آزادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کولی شي او پر وړاندې یې هېڅ راز ګواښ او خطر نشته دی. افغان حکومت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي او تمه لري چې له دې وروسته خپل راپورونه واقعیتونو ته په کتو جوړ کړي.
امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوستی و، چې مذهبي ازادي پکې له خنډ او ګواښ سره مخ ده، هغه څه چې افغان حکومت رد کړی دی.
































