د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزير په مشرۍ د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د شخړې د هواري کمېسيون باميانو ته تللی او هلته يې له کوچيانو او هزاره ګانو سره کتلي دي. د کمېسيون مشر ويلي چې د افغانستان ا.ا ژمن دی چې حق حقدار ته وسپاري او په وينا يې چې له همدې کبله بايد حقوقي قضيو ته سياسي او قومي رنګ ور نه کړل شي. له پلاوي سره مل د استخباراتو د عمومي ریاست مرستيال حاجي نجيب ځايي خلکو او کوچيانو ته سپارښتنه کړې چې په خپل سر دې د خپلو حقوقو د ادعادې هڅه نه کوي او په وينا يې چې که د چا حق ضايع شوی وي نو د محاکمو له لارې يې دې د اعادې هڅه وکړي. د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د ورشوګانو پر سر د شخړې د هواري کمېسيون تر دې وړاندې وردګو ولايت ته هم سفر کړی او هلته يې د موضوع د څېړلو لپاره يو ۱۲ کسيز پلاوی ټاکلی و. باختر اژانس وايي چې کمېسيون باميانو ولايت ته په سفر کې د موضوع په اړه د کمېسيون نظر هم اوريدلی او د شخړې لوري يې قانع کړي چې ورته موضوعات به د خبرو له لارې هواروي. کوچيان ادعا لري چې په هزاره جاتو کې يې څړځايونه د ځايي خلکو له لوري غصب شوي او دوی نه پرېږدي چې خپل څاروي ور ولي. دا مسئله په ځلونو د دواړو لورو تر منځ د وسله والو نښتو سبب هم شوې ده.
































