افغان مېرمنې روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د کډوالۍ او بېځایه کېدو له امله روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ګران شوی چې له امله یې افغان مېرمنې تر بل هر چا په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. سرچینه کاږي چې دمګړۍ په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو او تر څنګ یې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو کمښت ددې سبب شوی چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لا ګران شي. دغه اداره وایي سره له دې هم دوی هڅه کړې چې روان کال زرګونه افغان مېرمنو ته د زيږون او ميندوارۍ پر مهال روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
































