د نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون پرانیستلو او د صنعت اوونۍ مراسمو کې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، له کوم وخت نه چې د افغانستان ا.ا واک ته رسېدلی دی ټوله هڅه یې دا ده چې صنعت ته پراختیا ورکړي او په دې برخه کې شته ستونزې اوارې کړي. د نوموړي په وینا اوس په ټول هېواد کې د صنعتکارانو او سوداګرو امنیت خوندي دی. هغه پر سوداګرو غږ کړی دی چې خپل کار په پوره اخلاص او صداقت مخته یوسي او هېوادوالو ته په ښه کیفیت خپل محصولات وړاندې کړي. ملا برادر ټینګار کړی دی چې دوی د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي او له ټولو افغانانو هیله لري چې د خپل هېواد د ښېرازۍ لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.































