له څو اونیو ارامۍ وروسته د اوکراين په پلازمينه کيېف کې درنې چاودنې شوې دي. د کيېف ښاروال ویتالي کلیتچکو ویلي، چې چاودنې په دوو بېلو ناحيو کې شوې او له کبله يې تر دې مهاله يوازې د يوه کس د ټپي کيدو معلومات خپاره شوي دي. د چاودنو د څرنګوالي په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي خو په کيېف کې له تېرو څو اونيو راهيسې د بمي بريدونو د ګواښ زنګونه کړنګول کېدل. روسيې تېره مياشت هڅه وکړه چې پر دې ښار ولکه ټينګه کړي خو د اوکرايني پوځيانو له سخت مقاومت وروسته يې د خپلو پوځيانو لوری بدل کړ او دا مهال په لوهانسک کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.
































