هند وایي له ديپلوماتیکو چینلونو د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل پيلوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند آریندام باګچي رسنیو ته ویلي چې دمګړی په ديپلوماتیکو برخو کې ځینې ستونزې شته دي چې تر حل کېدو وروسته به یې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.
هغه وایي دمګړی یې هم د ديپلوماتیکو ګروپونو په کچه له افغانستان سره اړیکې شته دي او په ډهلي کې د افغانستان سفارت هم فعال دی، خو د ځينو ستونزو تر حل وروسته به یې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
د باګچي په خبره دا د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، بلکې د رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې په پرېکړه پورې اړه لري او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې همغږي دي. هند وایي له افغانستان سره ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او ددې اړیکو ساتلو ته ژمن دي.
































