د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرداریو سره سره بریتانیا په پام کې لري چې اوکراین ته ام۲۷۰ توغندویي سیسټم ولېږي. بریتانیا نن اعلان کړی دی چې اوکراین ته به د ام ۲۷۰ توغندویي سیستم واستوي. دا توغندویي سیستم کولی شي چې ۸۰ کیلو مټره واټن ووهي. رویټرز راپور ورکړی دی چې اوکراین ته د وسلو د لېږد برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر اعلان وروسته د بریتانیا د دفاع وزیر بن والس ویلي چې ډېر ژر به ام۲۷۰ توغندویي سیسټم اوکراین ته واستوي. هغه دغه راز له اورکراین سره د لا ډېر وسله وال ملاتړ ژمنه هم کړې ده. د یادونې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته د اوکراین وسله وال ملاتړ ته دوام ورکړي نو دوی به خپل بریدونه پراخ او نوي اهداف په نښه کړي.
































