د افغانستان ا.ا غواړي چې د هيواد په ختيځ کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي قطعات جوړ کړي. د کرنې وزارت مرستيال مولوی صدراعظم د ننګرهار له والي ملا محمد نعيم اخوند سره په دې اړه خبرې کړې دي. دا ګام ظاهراً تر هغه وروسته پوره کيږي چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د نورستان په ځنګلونو کې اور لګيدلی و چې پرون يې د مهار کېدلو خبر ورکړل شو. دې اور پر نورستان سربېره د کونړ ځنګلونه هم زيانمن کړل. د افغانستان د ا.ا چارواکي وايي چې د ځنګلونو د ساتنې په قطعاتو کې به د قومي او ځايي مشرانو نظريات په پام کې ونيسي او په لومړي ګام کې به په ننګرهار ولايت کې د ځنګلونو د ساتنې يوه سل کسيزه قطعه ځای پر ځای شي.
































