سویلي کوریا او امریکا نن شمالي کوريا ته د خبرداري په دود اته توغندي ازمويلي دی. دا ګام تر هغې يوه ورځ وروسته پورته شوی چې شمالي کوريا څو بالسټيکي توغندي و ازمويل. د جنوبي کوريا ولسمشر يوون سوک يول ويلي، هيواد به يې د خپل شمالي ګاونډي هر پاروونکي ګام ته سخت ځواب ووايي. هغه ويلي چې شمالي کوريا د توغنديزو ازموينو داسې مرحلې ته رسېدلې ده چې يوازې سويلي کوريا ته نه بلکې ټولې شمال ختيځې اسيا او نړۍ ته يې ګواښ پېښ کړی دی.
































