د بريټانيا پارلمان نن د دغه هيواد د لومړي وزير بوريس جانسن د برخليک ټاکلو لپاره رايې اچوي. ټاکل شوې چې د رايې اچونې پروسه په ځايي وخت مازديګر شپږ بجې پيل شي چې د کابل پر وخت د شپې له لس نيمو بجو سره برابريږي. که جانسن د پارلمان د اکثريت غړو ملاتړ او مثبتې رايې خپلې نه کړي نو ښايي چې د لومړي وزارت له څوکۍ لرې شي. له واکه د هغه د لرې کولو لپاره د محافظه کار ګوند د ۱۸۰ استازو رايو ته اړتيا ده په داسې حال کې چې د هغه د ګوند ۵۴ غړو يې د استيضاح غوښتنه کړې وه. د بريټانيې د پارلمان او کابينې ډيری غړو د جانسن ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې خپلې رايې به د هغه په ګټه وکاروي. جانسن له دې کبله استيضاح شوی چې تېر کال يې د کرونا وبا له کبله د لګول شويو محدوديتونو پر مهال له بيا بيا خبرداريو سره د شب نشينۍ محفلونه او مېلمستياوې جوړې کړې وې. هغه د خپل دې کار له کبله ۵۰ پونډه جريمه شوی هم دی خو وايي چې له واک له لاس په سر کېدو پرته نور هر ډول مسووليت منلو ته تيار دی.
































