ښايي شمالي کوریا اټومي ازمویښتونه ترسره کړي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې شمالي کوریا په پرله پسې توګه د ګڼو بالستیک توغندیو ازمویښت ترسره کړی دی. ددغه ادارې په خبره دا هر څه ښيي چې شمالي کوریا د اټومي ازمویښتونو لپاره تیاری نیسي. شماليکوریا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې اټومي وسله ازمویلې وه او اوس ملګري ملتونه وايي چې ښایي یو ځل بیا دا ازمویښت ترسره کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې خبر ورکړی که شمالي کوریا داسې یو اقدام ترسره کړي نو له نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله ښايي له سختو بندیزونو سره مخ شي.
































