امریکا وایي له روسیې سره په لنډ مهال کې د اړیکو جوړول ناشوني دي. د روسیې لپاره د امریکا سفیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې اقداماتو له دغه هېواد سره د نړۍ د ډېرو هېوادونو اړیکې خرابې کړې دي. دده په وینا دا چې له روسیې سره به د امریکا اړیکې په لنډ مهال کې جوړې شي ناشونی کار دی.
هغه زیاتوي چې ښايي پر مسکو د واشنګټن فشارونه نور هم ډېر شي. دغه امریکایي ديپلومات داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د امریکا او روسیې ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او دې مسئلې په نړیواله کچه اندېښنې او اقتصادي بې ثباتي پراخه کړې ده.
































