د پوهنې وزارت مرستیال سعید احمد شهیدخیل وایي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره زده کړو ته لاسرسی یو اړین امر دی. هغه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ټول نارینه، ښځې، ماشومان او لویان باید زده کړو ته لاسرسی ولري. د نوموړي په خبره، د زده کړو ټولې برخې باید د پوهنې وزارت په چوکاټ کې تدریس شي. مولوي شهیدخیل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د ا.ا د ځینې غړو په ګډون د ټولو هېوادوالو له مکررو غوښتنو سره سره لا هم په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي او حکومت د ستونزې له مشخصولو پرته په تکرار سره ویلي چې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
































