د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بايربوک وايي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان ا.ا ته ور ياده کړي چې په سم لوري نه دي روان. بايربوک چې پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو د ليدنې په موخه اسلام اباد ته تللې، له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو سره هم کتلي دي. هغې له بوټو سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د افغانستان ا.ا بايد د خپل هيواد د اقتصادي ګټو لپاره منطقي لاره غوره کړي، په داسې حال کې چې د دې په وينا اوس هر څه برعکس دي. د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې دغه راز زياته کړه چې له پاکستان سره په ګډه يې داسې سيسټم جوړ کړی چې افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان پرې د اسلام اباد له لارې جرمني ته ولېږدوي. هغې وويل چې په تېرو څو مياشتو کې يې ۱۴ زره افغانان جرمني ته لېږدولي دی.
































