د افغانستان ا.ا دفاع وزارت د هوایي ځواکونو د ۲ نورو الوتکو د ترمیم او بیا فعالولو خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې د دغه وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اوونیو هڅو وروسته، دوه روسي الوتکې بیا فعالې او د کابل په اسمان یې بریالي پروازونه تر سره کړي دي. د یاد وزارت ویاند ویلي چې دا الوتکې چې په هر ډول شرایطو کې د مقاومت له پلوه د لوړ کیفیت لرونکي دي، د دغو الوتکو په بیا فعالیدو سره به د پوځي ټرانسپورټ او لوژستیکي لیږد په برخه کې شته تشې ډکې شي. د یادونې ده چې یاد وزارت یو ځل مخکې هم د افغان هوايي ځواکونو د تخنیکرانو او انجینرانو د هڅو په ترڅ کې د یو شمېر غیر فعالو او ویجاړ شویو الوتکو د ترمیم او بیا فعالیت خبر ورکړی دی.
































