د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا لیدنه په هغې تودیعي میلمستیا کې شوې ده چې پخواني ولسمشر، دیبورا لاینز ته کړې وه. په دغې میلمستیا کې چې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارگینای هم حضور درلود، د دې ترڅنگ چې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وشوې، د نجونو پر زدهکړو او کار ته د ښځو پر ستنېدو په کلکه ټینگار شوی دی. دغه راز پخواني ولسمشر د ملگرو ملتونو د همکاریو ځانګړې ټوگه د دیبورا لاینز له هلو ځلو او هڅو ستاینه کړې ده او د افغانستان له خلکو سره یې د ملگرو ملتونو د همکاریو پر دوام ټینگار کړی دی.
































