د اوکراین په ختیځ کې جګړې شدیدې شوې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې اوکرایني ځواکونو په څو ختیزو ښارونو کې روسي ځواکونه په شا تمبولي دي او ډېرې سیمې یې ترې نیولې دي.
اوکرایني حکومت هم وايي چې دوی د روسانو د تمبولو په حال کې دي او هڅه کوي لا ډېرې سیمې ترې ونیسي. له دې سره جوخت د امریکا ددفاع وزارت وايي چې د نویو مرسته شوو مزایلو د کارولو په تړاو یې د اوکرایني ځواکونو روزنه پيل کړې ده. امریکا وایي دوی ته به د نویو توغندیو د کارولو تخنیکي برخې ورزده کوي او تر څنګ به یې په جګړه کې د اغېزناکو مهارتونو روزنه ورکوي.
































