د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ایراني دولت سره د ا.ا د مسوولینو د دوامداره اړیکو او هڅو په پایله کې هغه نظامي تجهیزات چې د تېرې ادارې د سقوط پر مهال ایران ته اړول شوي وو، له ډلې یې ګڼ شمېر تجهیزات بېرته افغان دولت ته سپارل شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې ایراني حکومت د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو په ګډون هاموي شوبلې، رینجرې، د اور وژنې موټر او لسګونه عراده جات بیرته د افغانستان حکومت ته سپارلي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې د ایراني دولت دغه مثبت اقدام به د دواړو هیوادونو اړېکې نورې هم پیاوړي کړي. د یادونې ده چې د تېر نظام د سقوط پر مهال ګڼ شمېر مهمات او تجهیزات تاجیکستان ته هم اړول شوي وو خو تر اوسه پورې یې سرنوشت مالوم نه دی.
































