په يونان کې محکمې دوه افغان پناه غوښتونکي په څلور کاله بند محکوم کړي دي. پر يادو افغانانو چې اتلس کاله عمرونه لري تور دی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې د يونان د لسبوس ټاپو د کډوالو يوه کمپ ته اور ورته کړی و. فرانس پريس خبري اژانس ويلي چې د محکومو شويو افغان ځوانانو د بند موده پنځه کاله وه، خو محکمې يې يو کال بند له دې کبله بښلی چې د تحقيقاتو پر مهال يې ښه رويه کړې ده. په لسبوس ټاپو کې د موريا په نوم کمپ کې ۱۳ زره پناه غوښتونکي ديره وو چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر مياشت کې پکې اور بل ولګيد او له منځه ولاړ. تر پېښې څو ورځې وروسته يو شمېر افغان پناه غوښتونکي د پوليسو له لوري ونيول شول چې په څلورو هغو يې تېر کال د لس کاله بند حکم وشو.
































