د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ټرافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي دي. راپورونه وايي چې په مړو کې نهه تنه د يوې کورنۍ غړي دي. د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ روغتيايي چارواکو ويلي چې پېښه نن سهار وختي په موټر کې د تخنيکي ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. ويل کيږي چې يو ويګن ډوله موټر له ژوبه لورلايي ته روان و چې په يوه غرنۍ سيمه کې يې بريکونو کار پرېيښې او ژورې درې ته لويدلی دی. په پېښه کې د افغانستان يو وګړی او د لورلايي د پوليسو قوماندان هم وژل شوي دي.
































