وروسته تر هغه چې د هند د حاکم ګوند یو غړي د اسلام ستر پیغمبر ته له سپکاوي ډکې څرګندونې وکړې، د القاعده ډلې دغه هېواد ته د مرګونو بریدونو خبرداری ورکړی دی. دغې ډلې په یو لیک کې ویلي چې دا بریدونه به د هند په ممبۍ، نوي ډيلي، ګجرات او اتراپردېش ایالتونو کې ترسره کړي. د هند د حاکم ګوند د غړي له سپکاوي ډکې څرګندونې د ا.ا په ګډون د ټولې نړۍ د مسلمانانو توند غبرګونونه را وپارول او د یاد هېواد له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا ډول کسانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي.
































