برېټانیا له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. ګارډین ورځپاڼه وایي چې لوړپوړي برېټانوي پلاوي په وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی دی څو په دغه هېواد کې بشري وضعیت له نږدې وڅاري.
سرچینه کاږي، دغه پلاوي ټينګار کړی چې افغانان پراخو مرستو ته اړتیا لري او ددې جدي اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانانو لاسنیوی وکړي. په مطلب کې راځي چې برېټانیا له افغانانو سره تر دې وړاندې هم د مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده او اوس یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی، لوږه او بېکاري ډېره شوې ده نو له همدې امله له افغانانو سره د پراخو مرستو اړتیا ده.
































