د اسراييلو لومړی وزير نفتالي بنت متحدو عربي اماراتو ته تللی دی. ميډل ايسټ نيوز د اسراييلو د لومړي وزير د وياند له قوله ويلي چې بنت دا سفر د عربي اماراتو د نوي مشر محمد بن زايد په بلنه کړی دی. سرچينې زياته کړې چې لومړي وزير ته د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې د شيخ محمد بن زايد له لوري هرکلی ويل شوی دی. دا په وروستيو څو مياشتو کې اماراتو ته د اسراييلو د لومړي وزير درېيم سفر دی او ټاکل شوې چې دواړه لوري د ځينو سيمه ييزو مسايلو په اړه مهمې خبرې وکړي.
































