نيمروز کې ځايي چارواکي وايي چې ايران ته يې د انساني قاچاق ټولې لارې بندې کړې او په غير قانوني توګه يې دغه هيواد ته د تګ مخه نيولې ده. په نيمروز کې د پنځم سرحدي کنډک قوماندان ملا محمد ابراهيم ويلي، د دې لپاره چې د ټولو هيوادوالو سر او عزت خوندي وي نو دوی هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په غير قانوني توګه له هيواده ووځي. تر دې څو ورځې وړاندې د نيمروز د درېيمې حوزې مسوولينو هم ويلي وو، هغه کسان يې نيولي او را ګرځولي چې غوښتل يې په قاچاقي توګه ايران ته ولاړ شي. د ا.ا د چارواکو دا اقدام تر هغې وروسته دی چې په ايران کې له افغان کډوالو سره د تاوتريخوالي او غير انساني چلند ګڼ راپورونه خپاره شول او ايراني چارواکو يې په دفاع کې له ا.ا وغوښتل چې له افغانستانه په غير قانوني توګه د ورتلونکو کسانو مخه ونيسي.
































