په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو افغانانو ته چې د حج فریضې ادا کولو لپاره نوم لیکنه کړې، د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بیت الله شریف ته د حج ویزو د ورکولو بهیر پرون په کابل کې د سعودی عربستان سفارت له لوري د یوه تن حج غوښتونکي په نوم د لومړۍ ویزې په ورکولو سره پیل شو. سرچینې زیاته کړې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بیت الله شریف ته د حاجیانو د ویزې بهیر د پیل د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي، چې په ټاکلي وخت سره د حج لپاره عربستان ته د روان کال د حاجیانو انتقال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. سږ کال له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته ځي او پر هر تن ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت اټکل شوی دی.
































