د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې رد کړې او ویلي دي چې نړیوال باید د ا.ا پر ضد بې بنسټه پروپاګند ته غوږ کینږدي او په افغانستان کې شته حقايق ومني. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بشرحقوقو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه بلللي، چې ګواکې د افغانستان ا.ا د چارواکو لخوا بې ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي. تر دې مخکې د بشری حقوقو د څار نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت لخوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د جدي سرغړونو پر دوام اندېښنه ښودلې او پر سرپرست حکومت یې د نړیوالې ټولنې له خوا د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان له دغو سرغړونو د سرپرست حکومت د راګرځولو په موخه د دوی پر درېیو مشرانو د بندیزونو تازه کولو غوښتنه هم کړې ده.
































