دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د بهیر په ترڅ کې یې کارونه چټک شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نیډ پرایس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه وزارت د افغان کډوالو د اسنادو د ثبت بهیر لپاره د کارکوونکو شمېر زیات کړی او د غوښتنلیک پروسه یې ساده کړې ده. پرایس زیاته کړې، چې د دغو اقداماتو په ترسره کولو سره به د افغانانو لپاره د استوګنې د ځانګړو ویزو د اخیستو بهیر اسانه شي او ډېری غوښتنلیکونه به په لږ وخت کې پروسس شي. نوموړي ویلي چې په درېیم هیواد کې د میشتو افغانانو غوښتنلیکونو ته به لومړیتوب ورکول کیږي. داپه داسې حال کې ده چې، په هیواد کې د تیر کال له سیاسي بدلون وروسته، لوی شمیر افغانان دریم هیواد ته تللي او د کډوالۍ دغوښتنلیکونو د پروسې لپاره انتظار کوي.
































