په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۳۷۰ زره کسانو اوښتی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۶۱۵۵۵۶۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي، چې له دې ډلې ۳۷۰۹۰۸ کسه یې مړه شوي دي. د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره په امریکا کې ده. په دغه هېواد کې ۱۸۱۶۸۲۰ کسه په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۰۵۵۵۷ کسه یې مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې بیا ۲۷۳۴۶۳۷ کسه له کرونا بېرته جوړ شوي هم دي. په برېتانیا کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۳۸۳۷۶ ته رسېدلی دی. په برازیل کې ۲۸۸۴۹، په ایټالیا کې ۳۳۳۴۰ او په فرانسه کې بیا ۲۸۷۷۱ کسان تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي.































