هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند لسین کريسټین ویلي، د بانکي سیسټمونو ناوړه اغېز، د نقدو پیسو نشتوالی، د ګټې له لاسه ورکول او په وروستیو میاشتو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدو پر خلکو اغېز کړی دی. اوس د یوې بورۍ اوړو بیه چې تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ وه، په وروستیو میاشتو کې ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال ختيځو بازارونو کې چې د افغانستان د غلو سرچينه بلل کېږي، د يوه من غنمو بيه شاوخوا ٤٠٠ افغانيو ته رسېدلې وه، خو د غنمو د فصل په را رسېدو سره دغه بيه يو څه راټيټه شوې ده.
































