نړۍ له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري. په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر په یوه مرکه کې ویلي امریکا که د اوسني حکومت مخه نیولی نو هغه مهال به یې نیولې وه چې افغانستان کې یې حضور درلود.
دده په وینا له افغانستان تر وتلو وروسته امریکا خپل امتیازات له لاسه ورکړي دي او له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري. د کراکر په خبره د افغانستان وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی نو نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ او مسوولیت له نوي افغان حکومت سره تعامل پیل کړي او دا مسئله د ټولو اړخونو په ګټه ده.
































