امریکا د افغان پولیسو په روزنه شل میلیارده ډالر لګولي وو. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې امریکا د افغان پولیسو په روزنه شل میلیارده ډالر لګولي وو، خو دا لګښتونه بې ګټې وو.
سرچینه کاږي د پولیسو د رامنځ ته کېدو فلسفه دا وه، چې دوی به بشري حقونه ساتي او تر څنګ به یې ټولنې ته نظم او اصلاحات راولي خو دوی پخپله تر ټولو ستر د بشري حقونو نقضوونکي وو، فساد پکې اوج ته رسېدلی و، نظم پکې نه و او د اصلاحاتو د راوستو وړتیا یې نه لرله. سیګار کاږي امریکا د پولیسو د روزنې لپاره منظم پلان نه درلود او د روزنې معیاري لارې یې له پامه غورځولې وې، چې له همدې امله دومره لګښتونه بېځایه او بې ګټې وو.
































