د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د شدت خبر ورکړل شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین په ختیځ کې بیا هم د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړې شدیدې شوې دي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبه هم اوښتې ده. له دې سره جوخت د اوکراین ددفاع وزارت وایي چې له ځینو وړو ښارونو یې روسي ځواکونه په شا تمبولي او د پوره برلاسۍ لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. بلخوا بریټانیا وایي چې د ماريپول مهم بندري ښار کنټرول له روسیې سره دی چې هلته یې د اوبو او خوراکي توکو زیرمې او سیستمونه زیانمن کړي او د وبا د خپرېدو امکان شته دی.































