د افغانستان ا.ا وایي چې ژر به د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې بیا پیل شي. د چارواکو په خبره، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د پاتې درېیمې برخې رغنیزو چارو د بیا پیل پر سر خبرو لپاره یې یو پلاوی ایران ته تللی دی. ا.ا ویلي چې ایران ته یې د پلاوي د سفر موخه د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې چارو او لېږد-رالېږد بیا پیلېدو او د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زدهکړو چمتو کولو پر سر ایراني چارواکو سره خبرې اترې دي. ا.ا وایي چې هڅه کوي چې په هېواد کې د سترو ملي پروژو چارې بیا پیل کړي چې په پلیتابه سره به یې په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
































