د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د مېشتېدو په موخه د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لپاره د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي. وي او اې انګلیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له ډسمبر میاشتې نه راپدیخوا د ۱۳۰۰ افغانانو د ایس ای وي کېسونه رد شوي دي. بهرنیو چارو وزارت د دې کېسونو د ردېدو لامل د اړینو لاسوندونو نه درلودل په ډاګه کړي دي. راپور کاږي، بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د هغو کسانو خوندیتوب او په امریکا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ضرور مني چې ډاډه شي پناه غوښتونکي د امریکا لپاره په افغانستان کې کار کړی دی او د امریکا ملي امنیت ته خطر نه دی. د یادونې ده چې امریکا د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې ۱۷۸۰۰ کسانو ته ایس ای وي ویزې ورکړې دي او اوسمهال د همدې ویزو لپاره د نږدې ۵۰۰۰۰ غوښتنلیکونو کتنه کوي.
































