د اريانا افغان هوايي شرکت وايي، د پخوا په پرتله يې عوايد د پام وړ ډير شوي، له همدې کبله هڅه کوي چې څلور نورې الوتکې وپېري. د دې شرکت چارواکي وايي، د يوې الوتکې د پېرلو په وروستۍ مرحله کې دي او د دريو نورو د پېرلو لپاره هم هڅې پيل شوې دي. د اريانا افغان هوايي شرکت مشر رحمت الله اقا وايي چې د دريو مساپر وړونکو او يوې کارګو الوتکې د پېرلو لپاره يې ۴۰ ميلیونه ډالره پانګه جوړه کړې ده. د هغه په خبره د يوې الوتکې د پېرلو چاره يې وروستۍ کړې او همدا چې بانکي تضمين چمتو کړي نو الوتکه به ترلاسه کړي. د اقتصادي چارو پوهان هم د اريانا افغان هوايي شرکت پر پښو دريدل د هيواد د اقتصاد لپاره ګټور ګڼي او وايي، څومره چې د دغه شرکت الوتکې ډيريږي، هغومره به له هيوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراخې شي.
































