د امریکا د کانګریس غړي د افغانستان په اړه غونډه کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا د کانګریس غړي راتلونکې چهارشنبه د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د د سرچینو په خبره په دې غونډه کې به ټول هغه لوړپوړي امریکايي چارواکي ګډون کوي چې وروستیو کلونو کې د افغانستان په مسئله کې ښکېل وو.
د پخواني ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا اوسنی ځانګړی استازی به هم په دې غونډه کې ګډون کوي. تر ډېره د افغانستان پر اوسني وضعیت، د تېر حکومت پر سقوط او د تخلیې ماموریت پر نیمګړتیاوو په دې غونډه کې بحث کېږي.
































