د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې ماین چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کونړ د امنیې قومندان عبدالحق حقاني ویلي چې چاودنه نن مخکې له غرمې په مرکز اسعد اباد کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو یو موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. د نوموړي په خبره په دې پېښه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د یو ملکي وګړي په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي. حقاني د ټپيانو روغتیایي حالت ښه بللی دی. په ورته وخت کې عیني شاهدان بیا مرګ ژوبله ډېره بولي او وایي چې ملکي وګړي ډېر زیانمن شوي دي. د چاودنې پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































